دافغانستان دخپلواکۍ غورزنګ ته لنډه کتنه
داکتر حبیب منګل داکتر حبیب منګل

 

دزمري ۲۸ دافغانستان دخپلواکۍ ورځ ده .دنن ۹۴کاله دمخه دافغانستان آزادئ خوښونکو خلکو دخپلواکئ لپاره داوږده سرښندونکي جد وجهد وروستهدهیواد دآزادئ ، مشروطیت او تجدد دغورزنګ د قهرمانانه مبارزې په دوام او د غازي شاه امانالله خان په مشرئ دبریتانیی څخه دافغانستان سیاسی خپلواکئ اعلان او دافغان- انګلیس په دریمه جګړه کی ترلاسهکړه او دآسیا په زړه کي يي د خپلواک او آزاد افغانستان بیرغ بیا او چت کړ .رهپه خپل وار دهرڅه نه وړاندي ددې دویاړه ډکې تاریخي اوملي ورځې او جشن په مناسب افغان وطن پال ، آزادی غوښتونکي او آزادي خوښونکي ،میړني او سرلوړي ولس ته دزړه له کومي مبارکي وړاندې کوم اودګران افغانستان د تل پاتې خپلواکې او آزادیپه وياړه ډکه مبارزه کې دافغان ولس تلپاتې برلیتوبغواړم .

      دخپلواکئ پس منظر

   زمونږ ګران هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدنلری .دغی خاورې ته د لرغونو تمدنونودزیږیدو او د ودې ټاټوبۍ او زانګو وایې . پدیخاوره کې ستر فرهنګونه را منځته شوي ، سره یو ځاي شوي اوغوړیدلئ دي . دهمدې خاورې نه د« نیکپندار ، نیک ګفتار اونیک کردار »غږ را پورته شویدئ اوددې ځايه دعلم اوفلسفې َ، ریاضئ، نجوم ،طبابت ، عرفان ، هنر او ادب مشالونو او سرغندویان را پورته شویدي.

  افغانستان ته دآسیا زړه،دسوداګرۍ څلورلاره ،او داستعمار ګرو او پراختیا غوښتونکو ځواکونوګذرګاهاو پامیر ته یی ددنیا بام واېې . دوریشمو لاره دهمدغې خاورېتیره شویده ، اونړیوال پراختیا غوښتونکي ، استعمارې او غارت ګرو ځواکونو دطلاي مرغه ((هند)) دترلاسه کولو لپاره َاو په منځنۍآسیا ،عربي بحیرې اوپهفارس باندې د اقتصادی ، سیاسي او فرهنګي تسلط پههدفدهمدیخاوري دلاندې کولو او همدې ستراتیژیک معبر دکنترول پر سر دیو بل سره ډغرې وهلئ اوجنګیدلي دي اوددغواستعمارياواستیلاګرو ځواکونو له جملې ، ځينو په همدې خاوره کې ماته خوړلې ده او امپراتوری ېې همدلته خاوري او ختم شویدي ،نو ځکه افغانستان ته«د زبرځواکونو هديره» هموایی، او دافغانستان دغه مهم جيو پوليتيک ، جيو ستراتيژيکاو جيو ايکونوميک موقعیت ، ددې هیواد داوسیدونکوپه ملي او سیاسي برخه لیک او پرمختګ او برعکس وروسته پاتې والي کې تل پاتې ،عمده او ټاکونکۍ رول درلودلۍ او اوس ېې هم لري .

  دافغانستان اوسیدونکې،په وطنمین اومیړني ، شریف اونجیب خلک دي. خپلواکي اوآزادي د بلهرڅه نه ورته ګرانه ده اودهغه د ترلاسه کولو اوساتلولپاره تل جڼګیدلئ دي او بې سارې قرباني ورکړېدهاو به دې لاره کې مبارزه او جد وجهد د افغان ولسملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوي . نوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ دغورځنګونو د غلیان نقطه اوافغانانو ته د ملی آزادي بښونکوغورځنګونوسرغندویان وايي. نوکه دا ولس ځان وپيژني او په خپله ګټه پوه او یو موټئ شي ، ددېتوان لري چه دآسیا په زړه کېیو پیاوړي دولت اویوهپرمختللي او ِغوړیدلی هیواد را منځته کړي . دافغانستان خلکو دهمدي ځواک په درلودلو او د خپلواکئ او آزادیلپاره داوږده او سرشندونکي جدوجهد او بي ساري قربانیو په دوام په۱٧۴۷ میلادي کی د دراني احمدشاه ترمشرۍ لاندي چه وروسته په باباملقب شو، خپلواک ملې دولت او حاکمیت رامنځته کړ ، کوم چه په ډیره لنډه موده کې پهیوه ستره امپراطورۍ بدل شو، چه د مشهد نه تر کشمیره او دډهلياود امو دسیند نه ترعربي بحیرې، په یوه ستره ساحه باندی حاکمیت ترلاسه کړ .خو دغې امپراطورۍ ډیر دوام ونه کړ، او د احمدشاه بابا دمرګ نهوروسته دده داخلافو ترمنځ دواک پر سر ددرباری اختلافونو اوقبیلوي دشمنيو ، انارشئ او کورنيوجګړو، ملوک الطوایفې نظام او همدا ډولد غرب او شرق له خوا د بهرنیو یرغلونو او لاس وهنوله کبله له منځه لاړه .

    دخپلواکۍ بیا ترلاسه کول

  سره له دې چه افغانستان د۱۸ پیړئ په پای کې داروپايي استعماري ځواکونو د مقابلې او رقابت په ډګر بدل شو او «سترې لوبې » په دوران کی يېدخاورې ځنې برخې له هرې خوا قیچي او پرې شوې، خپلواکي ېې له لاسه ورکړه او پهمستعمره او نیمه مستعمره هیواد بدل شو اود اوسنی نقشې شکل ېېغوره کړ ،وران او ویجاړ شو او دنړیوال پرمختګ دکاروان څخه وروسته پاتېشو.خو مبارزې دوام وموند او افغانستان ملت د غازي شاه امان الله خان د افغانځوانانو دمشروطه غو ښتونکي او تجدد پلوه ملي غورځنګ په ملاتړ واک ترلاسه کړ او د ۱۲۹۸ لمریز ددلوې په میاشت کي د افغانستانخپلواکئ اعلان کړه او د عید ګاه پهجومات کی ېې یوې ستري تاریخی غونډې ته دافغانستان دخپلواکئ داعلان په ترڅ کې دخپل حکومت دپروګرام اساسی ټکی پدې ډول وړاندې کړل“ د افغانستان دولت ،دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو په شان دهیواد دننه اوبهر باید آزاد او خپلواکوي، دافغانستان ملت دهیواد دننه کامله آزادي لري اودهر ډول تیري اوظلم نه محفوظ دي اوخلک یوازې دقانون اطاعت باید وکړی اوبس . اجباري کار اوبیګار په ټولوبرخو کې منعاولغوه دی . زمونږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چه زمونږ ملت او مملکتوکولاي شي دنړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي .زه بهدهیواد په چارو کې مشوره دخپل کار او حکم لارښود وګرځوم... .»

    پدې ډول دافغانستان آزادی ِغو ښتونکو خلکو اوملي اومترقی ځواکونو دافغان- انګلیس د۱۲۹۸لمریز کال دزمري په ۲۸ دافغان- انګلیس په دریمه جګړه کې دبریالیتوب وروسته دانګریزانو څخه سیاسیي خپلواکي تر لاسهکړه اودشاه امان الله تر مشرئ لاندې یی دیوه حاکمیت لرونکي خپلواک او مدرن ملي او حقوقی دولت تهداب کیښود . اماني دولت د افغانستان لپارهد(افغان ځوانانو دمشروطیت دغورځنګ) دمرام او د علامه محمودطرزی د فکرونو څخه په الهام او پیروي لمړياساسي قانون او ددولت پروګرام تدوين کړ ،چه دهغه مفاد او اساسي کرښي په لاندې ډولدي :

    (( دافغانستان د تاريخيموجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول ، د ملي حاكميت داصل تامين او ددولت په چاروکې دولس ګډون ، د هیواد ولي « شهروندۍ »داصل دتسجيل پر مبنا دهيواد دټولواوسيدونکو رسمي برابری تامین او دهیواد والو داساسی حقونو اوآزادیو تامین، د مرکزیت اوپه هيواد کې دوروڼو اوسيدونکوقومونودبرابري داصل پر مبنا دهيواد او ملت یوالۍ ، دتجدد (مدرنیتي)پر اساس پرمختګ او دټولنې هراړخیزه وده ،دنوې اومدرنې قانون جوړونې پر اساس د سیاسي تاسیساتو، دولتي دندو اوحقوقي سیستم عرفي کول ، دملي اوردوجوړل او دهيواد دفاعي قابليتلوړول ،او دافغانستان دملي ګټو پر مبنا دمتوازنو نړیوالو اړیکو اوخپلواک ملی سیاست پر مخ بیول)).

    پدې ډول دزمري ٢٨ او د اماني دولت تاسیس دیوه ملي انقلاب په څیر دخپلواک ، آزاد او نوي او مترقی افغانستان دتاریخلمړئ پاڼه برا نیستل شوه او د پردیو دتسلط او استبداد څخه دافغان ولس دژغورنې او د خپلواکئ او مليواکمنئ ، ملي یوالي ، مشروطيت او دموکراسۍ ، آزادئ ، برابرئ او دنوې او مترقي ټولنې تهدتيريدو په لارکې دافغانستان دخلکو دمبارزي او جهد وجهد الهام بښونکئ اودویاړه ډک پیل شمیرل کیږي .

    خپلواکيهغه وخت ارزښت لري چه دفاع او ساتل شي !

 لکه چه ځرګنده شوه دافغانستان خلکو او ملي ،مترقي ځواکونو داوږده جدوجهد او بي ساري قرباني په نتيجهکې خپلواکۍ او ملی واکمني ترلاسه کړه او دشاه امان الله ترمشرئ لاندي ېې دلمړي خپلواک ،مدرن او مترقي دولت اساسکیښود ، خو له بده مرغه دغه ملي او مترقي دولت د هیواد ارتجاعي کړيو د مخالفت او شرارت له کبله چه دبهر څخه تحریک او ملاتړ کیده داصلي عامل په توګه له یوې خوا او ديوهپياوړي مرکزي دولت دایجاد او مترقی اصلاحاتودتحقق او ښې حکومت دارئ په را منځته کولو کې ددولت دپاتې راتلو په وجه له بلې خوا دوام ونه مونداو سقوط ېې وکړ او دواکتشه (خلا) ، انارشي او کورنۍ جګړه رامنځته شوه.

  سره لهدې چه دشاه امان الله دحکومت دسقوط نه وروسته رامنځته شوې سیاسیتشې ( خلا) ، انارشی او کورنۍ جګړې ډیر دوام ونه موند او مرکزی دولت اعادهشو او دیوه حاکمیت لرونکۍ دولت په توګه دافغانستان موقف وساتل شو . خو نويحاکمیت ونه شوای کولای د خپلواکۍ او مشروطیت دغورځنګ اهداف تعقیب کړي ، ملي او مترقی ِغورځنګ وځپل شو او هیواد داوږدې مودې لپارهداستبدادي اداري لاندئ راغۍ، او په سیاسی اختناق اواقتصادی َ، ټولنیز او فرهنګی رکود کی پاتې شو .

  خو مبارزې دوام وموند او د تيري میلادي پيړۍ د٦٠-٩٠ کلونو ترمنځ داقتصادی – اجتماعی رشد له امله سیاسی رکود او اختناقمات شوو او په هیواد کی نوي ملي اومترقي ځواکونو را منځته شول اودخپلواکئ دساتلو او تجدد ،مشروطیت او دموکراسیئاو دسیاسی پر مختیا په لارکې مهمې لاستهراوړنئ ترلاسه شوې . خو له بده مرغه تاريخ بياتکرارشو او هیواد دسړي جګړي په ډګر بدل شو او د ملي دموکراتیکو او مترقیبدلونو په مقابل کې دکورني وسله وال مخالفت اوشورش په سبب د یوه خپلواک ،آزاد ، دموکراتیک ، پرمختللي او غوړیدلی افغانستان درامنځته کیدو داعیه بيا دماتې سره مخامخ شوه .او په پاې کې هيواد د ۱۹۹۲-۲۰۰۱ کالونو د ملي تراژیدئ او دواک دخلا ، انارشئ او کورنئ جګړې له امله د آزادۍ ، خپلواکۍ،مشروطيت ، دموکراسۍ اودهیواد د پر مختيا په لارکې دافغان ولس د مبارزېجدوجهد ټولې لاسته راوړنې تباه شوياوهيواد په وروسته پاتې والي محکوم او شاه ته مځنيو پيړيو ته لاړ او دتروريسم پهاډه بدل اوهیر شو.

        اوس په کوم ځاي کي يو ؟

   افغانستان اوس هم له بده مرغه دخپلواکئ ، ملی واکمنئ او ملی ګټو او ملي امنیت په تامین اوساتلو کېدسترو ګواښونو او ستونځو سره مخامخ دئ . بهرني فکتورونه دتیرو په شان بیاد هم زمونږ دهیواد په جاريوضعیت کی ټاکونکئ ځايلري . او سیمهایزاونړیوالی قوتونه چه هریو یی زمونږ بههیواد کې د ځانګړو او متضادو ګټو په لټه کې دي او زمونږ په سیاسی تشکیلاتو کي ځانسهیم بولی او خپلو موخو ته دهر ډول وسایلوڅخه کار اخلي دافغانستان خپلواکي او ملی حاکمیت يي دګواښ سره مخامخ او محدود کړئ دئ . زمونږ هیواد ته دولتی تروریسم صدور همداسی دوام لرياو القاعده او افغان تروریستی ډلی دادئ یوځاې په ټول توان جنګږي او تلاش لري ، څو بیا په افغانستان ((دآسیا په زړه )) مسلط شی او په سیمه او نړئ کی خپلې موخو ته ورسیږي .

    پدې ډولافغانان په خپل سیاسی برخه لیک په پوره ډول ندي مسلطشوي او دسیاسی مشروعیت مشکل ندی حل شوی اودواک په جوړښت او دولتی اداره دقشری ، ارتجاعی او افراطی کړیو د تسلط له امله دافغانستان دملي او مترقی غورزنګ اهدافاو دخپلواکئ ، دموکراسئاو دموکراتیک نظام داستقرار او يوې مدنی ټولنی د ایجاد او دهیواددهراړخیز پرمختګ داعیه همداسې دسترو ګواښونو سره مخامخ ده .

        نو څه بايد وشي ؟

  سره له دي چه په “نړیوالي کلي “ او د ګلوبالیزم او دنړيوال کيدو، نړيوالو اړيکود هم سويه کيدو په شرایطو کې او دبشريعاموارزښتنونو، او دهيوادونودمتقابلو رواګټو اوباهمي ژوند داړتياو تاثيراو نفوذ او بین المللی منل شوو قوانینو او موازینو لهمخې د دولتونو حاکمیت او دسياسي نظامونوڅرنګوالي دملګرو ملتونو دمنشور او دنړیوالو روابطودموازینو تابع دی او قسما محدود شوي . خو اصولا هيڅوک حق نلري چهديوه دولت اوهيوادونو خپلواکئ او ددولتونودواکمنۍ ( حاکميت ) حق چه مطلق دئ تر پښو لاندي کړي.

  افغانستان د حاکمیت لرونکئ ، خپلواک او آزاد دولت – هیوادپه توګه ددې حق څخهبرخوردار دي . خو افغانستان داحق دیوه پیاوړي سیاسی حاکمیت او ملياو دموکراتیک حقوقی دولت او ملي یوالي د ټینګتیا، پیاوړې ملي اردو اونظامي – امنيتي دستګاه اوکارا نظامی رهبری، لوړدفاعي قدرت او تر ټولو عمده د غوړيدلۍ او پیاوړي ملي اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې اواغیز مني ديپلوماسۍ په صورت کی په عمل کی تامین او ترلاسه کولئ شی .

  د نړئ دپیاوړو او پر مختللو دولتونو او هیوادونواو ملتونو تجربو ښودلې چه دافغانستان خلک هفه وخت دا ډول دولت – ملت او هیواد آرمان ته په عمل کې رسیدلئ شي چه په روانهټولنيزه اوسياسي مبارزه کې دهيواد ملي ،دموکرات ، مترقی او دټولیز عدالت پلوي سياسياوټولنيز ځواکونه، قطعي بر ياليتوب ترلاسهکړي او په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث وپيژندل شي . داځواکونه په افغانستان کې په زياته اندازه وجود لري چه باید په یوه واحده وطنیجبهه کی سره يو شي او په مسالمت او قانوني ډول په روانه سیاسی مبارزه کی اغیزمنه برخهواخلی او په سیاسي وضعیت کی دارګانیک حضور دتامین او يو ه دموکراتيکبديلد رامنځته کولو له لارې د خپلواک ، آزاد دموکراتيک ، غوړيدلي ، پر مختللي ، پیاوړي اوسرلوړي افغانستان دجوړولو اویوی دموکراتیکې او مدنې ، مرفه او عادلانهټولنې دایجاد تاریخياو ملي داعیی په عملي کولو کې خپل هوډونه ترسره کړي.

                    


August 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی